د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۳:۳
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغې ادارې مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په حضور کې ترسره شوه.

د رهبرۍ په نننۍ ناسته کې په ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مهمو لاسته راوړنو خبرې وشوې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو او آمرینو د دغې ادارې مشرتابه پلاوي په غونډه کې د تیر یو کال فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د مشرتابه پلاوي په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو پر مسئولیت او زیار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول مسؤلین د خپلو مسئولیتونو د سرته رسولو په برخه کې د لوی څښتن تعالی په دربار کې حساب ورکوونکي دي.

ښاغلي مولوي شهامت همدا راز وویل چې کارکوونکي باید د خپلو رئیسانو لخوا کنټرول شي او دندې باید په وخت او سمه توګه ترسره شي.

نوموړي همدا راز په دنده کې د کارکوونکو پر پابندی ټينګار وکړ او ويې ويل، کارکوونکي بايد د خپلو دندو او مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د لوى خداى رضا په پام کې ونيسي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دندې په ترسره کولو کې په صداقت او اخلاص ټينګار وکړ او د دغې ناستې له حاضرينو  يې وغوښتل چې په اداره کې د هر ډول ګډوډۍ او تخريب مخه ونيسي او دندې په ښه توګه ترسره کړي.

په پام کې ده چې تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د دغې ادارې لاسته راوړنې او مهمې کړنې له نهايي کېدو وروسته د چارو له محترمې ادارې او د ریاست الوزرا له محترم مقام سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS