د ايران د علماوو يوه پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسئولينو سره وکتل

د مولانا عبدالعلي خيرشاهي په مشرۍ د ايراني علماوو يوه پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل سره وکتل.
په دغې کتنه کې دواړو لورو د اسلامي نظام د پياوړتيا او خلکو ته د خدمت پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال د ايران د سني علماوو د شورا پلاوي هرکلى وکړ او ايران يې د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه ياد کړ
ښاغلي فاضل د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د دغې ادارې د موخو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه اداره د هېواد د اقتصاد په وده او پر ځان بسياينې کې مهم رول لري.
ورپسې ښاغلي خیرشاهي د اسلامي نظام د ټینګښت او خلکو ته د خدمت پر څرنګوالي خبرې وکړې. نوموړي وویل موږ افغانستان ته د هرات ولایت زلزله ځپلو او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدو په موخه افغانستان ته راغلي یو.
مولانا خیرشاهي زیاته کړه، اوس د دې وخت دی چې افغانستان د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو له ښو او نیکو تجربو څخه د خپل هېواد د پرمختګ په برخه کې استفاده وکړي.
نوموړي په هغه برنامه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو هم په حضور درلود وینا وکړه.
نوموړي کارکوونکي وهڅول چې خپل ټول توان او قدرت د افغانستان د خدمت او پرمختګ لپاره وکاروي. مولانا عبدالعلی خیرشاهي هم په تخصص، تعهد او دیندارۍ ټینګار وکړ.