د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
ُTVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه.

د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو هم په دې ناسته کې په آنلاین ډول ګډون کړی و.

د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت وینا وکړه او ویې ویل چې د نوي تعلیمي کال پیل افغانستان لپاره د ویښتیا، پرمختګ او د راتلونکې جوړونې پیغام دی.

نوموړي د هېواد ځوان نسل «د وطن آینده جوړوونکي» وبلل او زیاته یې کړه چې هغوی د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له لارې د ځان بسیاینې او د ټولنې پرمختګ سبب ګرځي.

د پروګرام په جریان کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس وویل چې په دندو کې اخلاص او د مسؤلیت احساس د کارکوونکو لپاره ډېر مهم دی.

هغه له رئیسانو او کارکوونکو وغوښتل چې د زده‌کړو کیفیت د ښه‌والي لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

په همدې حال کې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل الرحمن فاضل هم وینا وکړه او د استادانو رول یې د زده‌کوونکو په روزنه او تعلیم کې خورا مهم وباله.

نوموړي ټینګار وکړ چې استادان او کارکوونکي باید د ځوانانو روزنې او د زده‌کړو کیفیت لوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

BACK TO NEWS