د غور د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو عملي زده کړې
د غور ولایت د کرنې او وترنری انسټیټوټ د وترنرۍ محصلینو ته د درملو بهرنیو پرازیتونو په اړه زده کړې ترلاسه کړې.
په دغې درسي غونډه کې لارښود استاد د حیواناتو د درملو د ډولونو، له جملې څخه بهرنیو پرازیتونو ضد درمل د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د هغوی د تطبیق څرنګوالی ور زده کړل.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار جذب شي.