د تخار په تخنيکي انسټیټوټ کې لنډ مهاله حرفوي کورسونه پيل شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۱:۵۴
لنډ مهاله حرفوي کورسونه

د تخار په تخنيکي او مسلکي انسټیټوټ کې د موبايلونو د ترميم او خياطۍ په څانګو کې حرفوي لنډ مهاله روزنيز کورسونه په لاره واچول شول.

د تخار ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر انجنير محمد ايفل مبارز وايي، چې د يادو کورسونو له پرانيستلو يې موخه ځوانانو ته د کار زمينه برابرول دي.

 د هغه په ​​وينا، د حرفوي کورسونو په زده کړو سره ځوانان کولاى شي، چې کار پيدا کړي او خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

د لنډ مهاله حرفوي کورسونو د پرانستلو په مراسمو کې د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له یو بل سره د لنډ مهاله کورسونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS