د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د چارو ادارې چارواکو سره د امارت کارکوونکو ته د روزنیزو برنامو په هکله خبرې اترې وکړی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۴۶
معاون امور تخنیکی و مسلکی

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ له مرستيال مولوي سيف الدين تائب او نورو چارواکو سره  سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود، د مديريت په برخه کې د نويو ګمارل شويو کارکوونکو د روزنيز بهير د ښه والي په پار د همغږۍ په هکله خبري وشوې.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ادارو د کارکوونکو د روزنې په برخه کې د دغه ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو په زياترو ولايتونو کې د نويو ګمارل شويو کارکوونکو لپاره روزنيزې برنامې جوړې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS