د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د اړتیاوو سنجونه پیل شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د کارکوونکو د اړتياوو سنجونې برنامه د دغه ادارې د بشري سرچینو د رياست له خوا پيل شو.
د دغه برنامې د پیل موخه د دوی د روزنیزو برنامو د ترسره کولو او د ستونزو د حل کولو څرنګوالي په اړه د کارکوونکو نظر غوښتنه ده.
د دغه برنامې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام د دفتر ریاست له کارکوونکو څخه نظرونه غوښتنه وشوه.