په کندز کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره روزنیز کورس په لاره اچول شوي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۰
کندز

د کندز د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د اسلامي امارت مجاهدینو ته روزنیز کورس په لاره اچولی دی.

 د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر فرید احمد لکڼ خېل وايي، د اسلامي امارت د هغو مجاهدینو لپاره چې په دولتي بستونو کې ګمارل شوي، د روزنیزو کورسونو جوړول یې لومړیتوب دی.

 په دغه روزنیزو کورسونو کې د کمپیوټر، اداري او انګلیسي ژبې مهارتونه تدریس کیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سږ کال د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې څه باندې دوه زره کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې جوزجان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ولایتي مسؤلینو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي. . .

BACK TO NEWS