د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي په کندز ولایت کې له سیمهییزو مسؤلینو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو له استادانو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د مرکزونو عمومي وضعیت، د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کېدو بهیر، شته ستونزې، اړتیاوې او د زدهکړو کیفیت لوړولو لارې چارې وڅېړل شوې.
همدارنګه، د ادارې پلاوي د اړوندو مرکزونو اداري، ښوونیز او اجرائیوي اسناد په هر اړخیز ډول وکتل او د نافذو طرزالعملونو او مقرراتو د پلي کېدو څرنګوالی یې وارزاوه.
محترم مولوي غلام حیدر شهامت د مسؤلیتپالنې او کاري ژمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د مرکزونو مسؤلینو او کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې په اداري او ښوونیزو چارو کې نظم، روڼتیا او لازم دقت مراعات کړي.
نوموړي همدارنګه د نظري او عملي زدهکړو کیفیت لوړولو، له شته امکاناتو اغېزمنې ګټې اخیستنې، د ښوونیزو تجهیزاتو ساتنې، د نظم او انضباط رعایت، د زدهکوونکو ستونزو ته رسېدنې او د مناسب ښوونیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس د ادارې د پروګرامونو او لارښوونو پر دقیق پلي کېدو، د معیاري ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو او د ښوونیزو مرکزونو او سیمهییزو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.
ټاکل شوې ده، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې پلاوی د مرکزونو وضعیت ارزونې په موخه نورو ولایتونو ته هم کاري او څارنیز سفرونه ترسره کړي.
