د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي د یوناما له رئیس سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۹:۱۱
رییس اداره

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې «روزا اتونبایوا» او د ملګرو ملتونو   (یونسکو) سازمان تعلیمي، علمي او کلتوری چارو له مشرې «پیتریشیا مک فیلیپس» سره وکتل.

په دغه کتنه کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس، مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان اوهمغږۍ ریاست سرپرست نيک محمد نېکمل هم حضور درلود.

په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي تخنيکي او مسلکي زده کړې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډېرې مهمې وبللې.

په افغانستان کې د یوناما مشرې مېرمن «روزا اتونبایوا» د دې مهمې ناستې له ترسره کېدو خوښي وښوده او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د یوناما د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 دغه راز د یونسکو مشرې مېرمن «پیتریشیا مک فیلیپس» د هوکړه لیک پر لاسلیکولو او د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي چارو معين مولوي غلام سعيد احساس د ښځو د زده کړې او کار په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: د ښځو د زده کړې او کار ستونزه به ډېر ژر حل شي او هيله لرو چې د علم زده کړه له سياست څخه جلا شي.

دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS