د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په کابل کې د روسیې د سفیر له ځانګړي استازي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱۵
 با نماینده خاص سفیر روسیه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت په کابل کې د روسيې د سفير له ځانګړي استازي ښاغلي دمتری سره وکتل.

 په دې کتنه کې چې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس او د مالي او اداري مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل هم حضور درلود، د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د روسيې هېواد همکاري په هکله بحث وشو.

په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، دغه اداره د خپلو ښوونيزو مرکزونو د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې همکارۍ ته اړتيا لري.

هغه هیله څرګنده کړه، چې د روسیې هېواد به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د استادانو لپاره تحصیلي بورسونه ورکړي.

 ښاغلي مولوي احساس همدارنګه د روسیې او افغانستان ترمنځ د تېرو همکاریو یادونه وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونکو او کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 همدارنګه مفتي فضل الرحمن فاضل وویل چې ځینې تاسیسات چې روسیې په تیرو وختونو کې جوړ کړي دي ترمیم ته اړتیا لري "موږ هیله لرو چې روسیه به په دې برخه کې همکاري وکړي."

د روسيې سفير ځانګړي استازي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکارۍ ته د چمتووالي د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د دغه ادارې غوښتنې به د یاد هېواد له اړونده چارواکو سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS