په کنړ ولایت کې د ادارې او حسابداری انسټیټوټ جوړول؛ د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی برنامو، روښانه مثال دی

media_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۲:۵۴
tvet17

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له پرمختیایی برنامو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نوي روزنیزو مرکزونو رامنځته کول دي ترڅو زموږ ګران هیوادوال تخنیکي او مسلکي زده کړې ته لاسرسی ومومي.

له نیکمرغه، د کنړ ولایت مرکز اسعداباد کې د ادارې او حسابداری انسټیټوټ د جوړولو کار بشپړ او ډیر  ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

دا انسټیټوټ په دریو پوړونو کې، چې د ټولو لوازمو سره ۱۶ درسی ټولګې لري، د “همت خیل” ساختماني شرکت لخوا د ۲۰ میاشتو په جریان کې د (۲۹۴۰۰۶۴۳) نهه ویشت میلیونه څلور سوه زره شپږ سوه درې څلویښت افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې لګښت يې ددغه ادارې پراختیایی بودجی لخوا تمویل شوی دی.

د ټولو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو چمتو کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه ستراتیژیکه موخه ده، نو د دې موخې تر لاسه کولو لپاره، ټاکل شوې چې د دې ادراې  د (۵) کلنۍ ملي ستراتیژۍ په پلي کولو سره، د هیواد په ۳۴ولایتونو او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کړه ییزو مرکزونو رامنځته کړی، ترڅو په هیواد کې د ماهرو انسانی پانګې تولید لپاره زمینه برابره شی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشری میرمن ندیمه سحر د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د مخکینۍ لیدنې په لړ کې، د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ عمومي سرپرست ښاغلي عثمان کاپاک تیپه، جیهاد دمیرلی د مدیره پلاوي غړی، شاکر وایووت په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د پروان ولایت د سیاګرد غوربند ولسوالۍ د انجینرۍ انستیتوت د لیلیې ودانۍ جوړول چی د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د پراختیایی برنامو څخه ؤ پلی شو؛

له نیکمرغه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وتوانیده چې د خپلو پراختیایی پلانونو پلي کولو برخه کې یو بل ګام پورته کړي. د پروان ولایت د سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ د انجینرۍ معاونیت لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ مشر ښاغلي شاکر وایووت سره وکتل!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې مشری میرمن ندیمه سحر د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ مشر ښاغلي شاکر وایووت سره وکتل. د دې کتنی موخه د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ په افغانستان کې د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS