په دلارام ولسوالۍ کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۳۴
TVETA

د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د یاد ولایت د یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون سره پیل شو.

په دې پروګرام کې د یادې ولسوالۍ ۸۰ تنه مجاهدین د تثبیت سویې ازموینې د بشپړیدو وروسته په ۱۳ دیارلسم ټولګي کې شامل شوي دي.

دغه راز په دې مراسمو کې ویناوالو ټینګار وکړ چې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړه د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.

دا پروګرام د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې په داسې حال کې ترسره شو چې دمګړۍ د هیواد د یوشمېر ولایتونو په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام روان دی او مجاهدین پکې زده کړې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS