مولوي غلام حیدر شهامت: په ادارو کې د اصلاحاتو پر وړاندې هېڅ خنډ شتون نه لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۲:۲۳
shahamat

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت په ورته وخت کې په دغه اداره کې د ساده شویو اداري پروسو د پلي کېدو په اړه وويل، چې اوسمهال په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو پر وړاندې هېڅ خنډ شتون نه لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د ساده شویو اداري پروسو پلي کول نن د چارو د اداری د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئیس ښاغلي مولوي عبدالحنان عارف الله په حضور کې د یوې برنامې په ترڅ کې پیل شول.

ښاغلي عارف الله په دغه برنامه کې په خپلو خبرو کې وويل، چې د اداري پروسو د ساده کولو هوکړه ليک د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری او د اداري اصلاحاتو اداری ترمنځ مخکې لاسليک شوى او اوس د ساده شویو پروسو د پلي کیدو لړۍ پيل شوې ده.

هغه وویل چې د اسلامي امارت موخه او هوډ ولس ته خدمت کول دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د خلکو لپاره تکیه او د دغه ادارې له کارکوونکو يې وغوښتل چې په ورسپارل شوي مسووليتونو سپک و نه ګڼې.

د برنامي په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې لاسته راوړنې یې وستایلې.

ښاغلي شهامت وویل، له یوه کال څخه په کمه موده کې په دولتي ادارو کې له ۳۷۰ څخه زیاتې پروسې ساده شوي، چې دا ښیي چې دا مهال د «د اصلاح او ځان جوړونې» پر وړاندې کوم خنډ شتون نه لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، اوس هر کارکوونکی کولای شي د اصلاحاتو لپاره یوه طرحه وړاندې کړي چې د امارت چارواکي به یې هرکلی وکړي.

ښاغلي شهامت د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د اداري پروسو په ساده کولو سره اسنادو ته د رسیدنې اوږد بهیر د مراجعینو لپاره اسانه شوی دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ، چې له ولايتونو څخه راغلي اسناد بايد له يوې ورځې زيات په دغه اداره کې ونه ځنډول شي

د دغه برنامې په پای کې د اداري اصلاحاتو  رئیس او کارکوونکو او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هغو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې د پروسو په ساده کولو کې یې ونډه اخیستي وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS