سویډن کمیټې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۳:۳۶
tveta

د سویډن کمیټې یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

په دې غونډه کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ د رئیس ښاغلي نیک محمد نیکمل په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه ادارې مرستیالانو هم حضور درلود.

 لومړی د سویډن کمیټې د ټول ګډونه زده کړو مسؤول شاه خسرو د دغې کمیټې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دوی د پوهنې، روغتیا، بیارغونې او د معلولینو د ملاتړ په برخو کې کار کوي.

 هغه زیاته کړه، د سویډن کمیټې فعالیتونه په ۱۳ ولایتونو او ۶۰ ولسوالیو کې متمرکز دي.

ښاغلي شاه خسرو څرګنده کړه چې د سویډن کمیټه معلولینو ته حرفوي زده کړې او ځانګړې زده کړې ورکوي او له فراغت وروسته هغوی ته بلاعوضه قرضونه ورکوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت د سويډن کمېټې له مرستو مننه وکړه او د دغو مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي شهامت وویل چې د لا زیاتو مرستو او همغږۍ لپاره هوکړه لیک ته اړتیا ده.

د دغه ادارې تخنيکي سلاکار ښاغلی روح الله هوتک د سويډن کمېټې پخوانۍ همکارۍ ته په اشارې سره وويل، دغې کمېټې د بریل چاپ د مطبوعو لپاره ماشينونه او تجهيزات پېرودلي او دغه مطبعه لا هم تجهيزاتو ته اړتيا لري.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوی برنامو د سمون رئيس ښاغلی عبدالودود هوتک هم په دې غونډه کې وويل، چې د دغه ادارې او سويډن کمېټې فعاليتونه ډېر مشترک دي او اړتيا ده، چې د دواړو خواوو فعاليتونه همغږي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل. په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په بغلان ولایت کې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د سلګونو مجاهدینو فراغت

په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۰۰ زیاتو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې. . .

BACK TO NEWS