د کرهڼې او غدایي موادو پروسس انستیتوت وستایل شو
محمد اسماعیل نوري د کرهڼې او غذايي موادو د پروسس آمر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسؤلینو له خوا وستایل شو.
مفتي سید احسان الله قاسمي، د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس، محمد اسماعیل نوري ته د ستاینلیک ورکولو په وخت کې وویل چې دغه ستاینلیک د کرهڼې او غذايي موادو د پروسس په انستیتوت کې د ښه خدمت کولو لپاره ورکول کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه هڅه کوي ترڅو د «مکافاتو او مجازاتو» اصل په پلي کولو سره د یادې ادارې په بېلابېلو پوړونو کې کیفیت لوړ کړي.