د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره یوه غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه د دیني پوهاوي د پیاوړتیا، فکري او روزنیزې اصلاح، او د زده‌کوونکو او کارکوونکو د اسلامي پوهې او معرفت د کچې د لوړولو په موخه ترسره شوه.

شیخ نورالهادي محسن په دې غونډه کې د قرآن کریم د احکامو او لارښوونو او نبوي احادیثو (ﷺ) په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او په فردي او ټولنیز ژوند کې یې د اسلامي لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ګډونوال د دیني علومو زده‌کړې، د اسلامي اخلاقو رعایت، د شرعي احکامو پابندي او په ورځنیو چارو کې د قرآن کریم او نبوي سنتو له لارښوونو څخه ګټې اخیستنې ته وهڅول.

د فکري تنویر ادارې او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلین، د دا ډول پروګرامونو جوړول د زده‌کوونکو او کارکوونکو د فکري او روزنیزې ودې لپاره اغېزمن بولي.

دغه پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې د اصلاحی او روزنیزو ناستو او پروګرامونو د لړۍ یوه برخه ده، چې د دیني او روزنیز پوهاوي د پیاوړتیا او د زده‌کوونکو او کارکوونکو د معنوي او اخلاقي ودې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS