د پنجشېر تخنيکي انسټيټوټ او برشنا رياست ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو
د پنجشیر ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ مسوؤلین د یاد ولایت د برښنا ریاست سره د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیکولو خبر ورکوي.
د دې تفاهملیک پر بنسټ، د پنجشیرتخنیکي او مسلکي انسټيټوټ محصلین کولای شي، چې د دغه ریاست له تاسیساتو او استیشنونو څخه لیدنه وکړي او خپل عملي درسونه په یادو تاسیساتو کې ترسره کړي.
دپنجشير ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلی مولوي غلام رباني مصلح ددغه تفاهم ليک لاسليک کول يو ارزښتناک ګام وباله .