د پلان جوړونې ملی انسټیټوټ لخوا د پلان جوړونې په برخه کې د دولتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو طرحې وړاندې کول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۴:۳۰
 ظرفیت لوړولو طرحه

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې پلان جوړونې ملي انسټیټوټ د پلان جوړونې په برخه کې د دولتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو طرحه  دغه ادارې مشرتابه ته وړاندې کړه.

 د پلان جوړونې ملی انسټیټوټ استادانو خالد احمدي او لطف الله سلطاني د طرحې وړاندې کولو په ترڅ کې د انسټیټوټ د روزنیزو پروګرامونو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

د دوی په وینا، کلنیو، منځ مهاله او ستراتیژیکو پلانونو د چمتو کولو په برخه کې د مسلکي مهارتونو روزل د ملي پلان جوړونې انسټیټوټ له مهمو موخو څخه دي.

د ملي پلان جوړونې انسټیټوټ استادانو وویل چې د دې  انسټیټوټ روزنیزې برنامې حضوری او غیر حضوری دی، کوم چې د لنډ مهاله دورو کې تنظیم شوی دی.

دوی د ملي انسټيټوټ ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته د دولتي کارکوونکو د جذبولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه همکاري اړینه وبلله او د نویو دیپارټمنټونو د جوړولو وړاندیز یې وکړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حيدر شهامت د پلان جوړونې ملی انسټیټوټ طرحه واوريده. او د انسټيټوټ د ظرفيت لوړولو د لا ښه پرمختګ  په موخه يې لازمې لارښوونې وکړی.

د پلان جوړونې ملی انسټیټوټ امر محمد نادر انوري وويل، دغه انسټيټوټ مسلکي استادان او ښې اسانتياوې لري. ښاغلي انوري دغه راز زیاته کړه، که زده کړیالانو د جذب ظرفیت لوړ شي، نو انسټیټوټ قبه د استادانو له کمښت سره مخ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS