د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست مسؤلینو د روپاني مؤسسې سره ناسته ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۵:۴۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست مسؤلینو د روپاني مؤسسې له مسوولینو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د روپاني بنسټ د هوکړه لیک د تطبیقې پلان په اړه خبرې وکړې.

 د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او د یاد هوکړه لیک د تطبیق په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تر دې مخکې روپاني بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د حرفوي کورسونو په برخه کې د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړى دى.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS