د پروان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو لپاره، روزنیز سیمینار جوړ شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۶

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ېاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو، تدریسي او تخنیکي مدیرانو لپاره ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

په دې ښوونیز سیمینار کې، د نوموړو لپاره د پلانونو او راپورونو چمتو کولو څرنګوالی، د نمرې ورکولو فورمې تشریح، جنسي کتاب، د املاکو کتاب، او نور اړوند اداري مسایلو په ګډون پر بېلابېلو اداري موضوعاتو بحث وشو.

ګډونوالو هم په دې برخه کې خپل نظرونه او پوښتنې له یو بل سره شریکې کړې.

د پروان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا د دې روزنیز سیمینار د جوړولو څخه موخه د کارمندانو د پوهاوي کچې لوړول او په اداري کارونو کې د آسانتیا برابرول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې له خوا د «مهارت او مسلک» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد

د «مهارت او مسلک» له سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی ؤ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. پهٔ غهٔ کنفرانس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل. په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

BACK TO NEWS