د میدان وردګو مجاهدینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کمپیوټر زده کړې ښوونیز پروګرام پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
TVETA

په میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلان خبر ورکوي چې د یاد ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې مجاهدینو لپاره یې د کمپیوټري زده کړو لنډ مهاله درې میاشتنی روزنیز کورس پیل کړی.

دا پروګرام د میدان وردګو تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا په وخت او دقیقه توګه پر امنیتي حوزو کې د اداري چارو پیاوړتیا او پرمختګ په موخه پیل شوی دی.

په ورته وخت کې، د دې روزنیز پروګرام ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې اقدام څخه قدرداني څرګنده کړه او دغه‌راز د یاد پروګرام د دوام غوښتنه یې هم وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS