د مالي او اداري چارو مرستیال پروان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۵۱
tveta

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه ادارې د یو پلاوي په رأس کې پروان ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي به دغه سفر کې د پروان ولایت د تخنیکي آمریت وضعیت وڅېړه، د املاکو او مالي چارو څخه یې لیدنه وکړه، همدارنګه د دغه ولایت  د ارشاد او دعوت کړنې یې وستایلې.

د مالي او اداري چارو مرستیال د چارو د سمون په هکله مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

په پلان کې ده چې دغه پلاوی نورو ولایتونو ته لکه کاپیسا، لغمان او ننګرهار ته هم سفر وکړي.

له دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د نورو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه څېړلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۶
Background image

د «بذري تخمونو تولید» څانګې د نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پیل شو

د «بذري تخمونو تولید» نوې څانګې د تعلیمي نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه دېرش ورځنی تخصصي ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د اړوندو ادارو د متخصصینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۳۵
Background image

د ننګرهار له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسئولین وایي، چې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه یې د دغه ولایت له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده. په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته ښوونیز وسایل وسپارل شول

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي، چې د ولایت مقام له لوري یو شمېر ماشینونه او ښوونیز تجهیزات د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته وسپارل شول. په همدې لړ کې، د. . .

BACK TO NEWS