د ننګرهار له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۳۵

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسئولین وایي، چې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه یې د دغه ولایت له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده.

په دې ناسته کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد احمدي او د دواړو ادارو استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د دواړو ادارو ترمنځ د ترسره شوي تفاهم‌لیک د لا ښه تطبیق او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په ناسته کې د تفاهم‌لیک د تطبیق، د زده‌کړیالانو د ظرفیت لوړونې او د عملي زده‌کړو د زمینې برابرولو په اړه هم خبرې وشوې.

همداراز، دواړو لورو ټینګار وکړ چې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده‌کړیالانو ته به د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ د سړک جوړونې، ساختماني چارو، د ساختماني موادو د کیفیت کنټرول او بېلابېلو لابراتواري او ساحوي ازموینو په برخو کې د عملي تجربو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسئولین وایي، چې د عملي زده‌کړو پیاوړتیا د زده‌کړیالانو د مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل په تخنیکي او مسلکی مرکزونو کې د عملي زده‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۳۵
Background image

د ننګرهار له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسئولین وایي، چې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه یې د دغه ولایت له ټولګټو چارو ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده. په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته ښوونیز وسایل وسپارل شول

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي، چې د ولایت مقام له لوري یو شمېر ماشینونه او ښوونیز تجهیزات د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته وسپارل شول. په همدې لړ کې، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴
Background image

په اونیزه اصلاحي غونډه کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیاسي ژوند په اړه ډاکټر وجیه‌الله ناصح وینا وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه نن د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک میلاد په مناسبت ترسره شو. په دې غونډه کې ډاکټر وجیه‌الله ناصح د «حضرت محمد ﷺ سیاسي ژوند». . .

BACK TO NEWS