د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته ښوونیز وسایل وسپارل شول
د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي، چې د ولایت مقام له لوري یو شمېر ماشینونه او ښوونیز تجهیزات د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته وسپارل شول.
په همدې لړ کې، د ننګرهار میخانیکي انستیتوت ته ۱۰ پایه د ګلدوزۍ ماشینونه وسپارل شول، چې له یادو ماشینونو څخه به د عملي زده کړو، د زدهکوونکو د مهارتونو د لوړولو او د ګلدوزۍ د مسلکي زده کړو په برخه کې د عملي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخیستل شي.
همدارنګه، د چرګانو د تولید او روزنې اړوند ماشینونه د ننګرهار د کرنې او وترنرۍ انستیتوت ته وسپارل شول، ترڅو د چرګانو د روزنې او تولید په برخه کې د عملي زده کړو او د زدهکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
په همدې حال کې، د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ولایت مقام له دوامدارې همکارۍ او پاملرنې څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د دا ډول وسایلو او تجهیزاتو برابرول د مسلکي زده کړو د کیفیت په لوړولو، د زدهکوونکو د عملي مهارتونو په پیاوړتیا او د کار بازار له اړتیاوو سره سم د مسلکي کادرونو په روزنه کې اغېزمن رول لري.
