د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې وضعیت وڅېړل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۴:۱۸
د لیسی لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوي، لغمان ولایت ته په سفر کې ددغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو لېسې وضعیت وڅېړه.

هغوی د صنفونو او زده کړیالانو له عملي کارونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه لیدنه کې د زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل کولو وعده یې وکړه.

ولایتونو ته د دغه پلاوي د سفر موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو او مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کول عنوان شوي دي.

دغه پلاوي مخکې، پروان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو ته هم سفر کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

BACK TO NEWS