د لغمان تخنیکي زده کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت له اقتصاد ریاست سره د ګډوهمکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ محصلینو لپاره د دغه ریاست په تأسیساتو او دغه راز په اړونده اداراتو کې د عملي زده کړو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.