د سرپل ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د زده کوونکو له لوري د عملي روزنو زده کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۴:۵۴

د سرپل ولایت کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د لسم ټولګي زده‌کوونکو د یاد ولایت دویمې ناحیې پارک ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نباتاتو ودې او رغیدو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد ددې سفر په ترڅ کې زده کوونکو ته د مزورعي نباتاتو د ډولونو لکه  چوبي «لرګي مانند» او علفي « واښه مانند » نباتاتو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS