د ساختمانی چارو په اړه د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۹:۵۳

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د تعمیرات«ساختمان» څانګې محصلینو ته د «ساختمان لیول کولو» په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د دې درسي جلسې په ترڅ کې لارښود استاد نوموړو ته د «ودانیو، سړکونو او هوایی ډګرونو د لیول کولو او همدارنګه د ودانیو د نلدوانۍ» په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

دغه راز په دوام کې د لارښود استاد لخوا په دې برخه کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

عملي زده کړې د کارموندنې او له فراغت وروسته د کار بازار ته د محصلینو د جذبولو اساس ګڼل کېږي. له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي تر څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS