د خوست ولایت اړوند ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د تعمیر بیارغونه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۳۴
TVETA

د خوست ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې ځینې برخې بیارغولي دي .

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي چې نوموړو د یاد ولایت د مقام دفتر په همکارۍ سره یې د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې ځینې برخې "کانکریټ" کړې دي.

د خوست ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې استادانو او کارکوونکو د خوست مقام دفتر ددې نیک اقدام څخه د قدرداني او ستاینې ترڅنګ، د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکي هم دي.

په ورته وخت کې، د ولایت د مقام دفتر چارواکي هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS