د "حسان" ادبي بهیر د ترنم او فرهنگ ریاست له خوا پرانیستل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۸:۴۵
tveta

د "حسان" ادبي بهیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ترنم او فرهنګ ریاست کې د یو شمېر مسوولینو، پوهانو او شاعرانو په ګډون پرانیستل شو.

د یاد ادبي بهیر د پرانیستلو موخه په هېواد کې د ترنم ویلو د فرهنګ ملاتړ او پیاوړتیا ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ترنم او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د دې ادبي بهیر په پرانيستلو سره دغه رياست هڅه کوي، ترڅو د ترنم ويلو او شعرونو فرهنګ اصولمند کړي.

په دوام کې ويناوالو د "حسان" ادبي بهير د پرانيستې په مراسمو کې د ترنم او فرهنګ رياست له ليکوالانو او شاعرانو د ملاتړ له امله د قدردانۍ ترڅنګ په هېواد کې اسلامي ادبياتو ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې ښاغلي استاد عبدالهادي مجاهد د "حسان" ادبي بهیر د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې په هېواد کې اسلامي ادب او فرهنګ زیات کار ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید زیاتې هڅې وشي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دتخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس وويل چې یاده اداره د فرهنګيانو او شاعرانو پشتیبانۍ او ملاتړ ته ژمن دى.

نورو ويناوالو هم د اسلامي ادبياتو په پياوړتيا او ملاتړ ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS