د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو سره د مولوي غلام سعید احساس لیدنه

ښاغلی مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، جوزجان ولایت ته د سفر په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال وویل، وطن ته خدمت، او د هېواد د بچیانو روزل یوه مقدسه دنده ده، باید هغوی په اسلامي عقیده او د وطن پرستی په روحیه و روزل شي.
همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ چې کارکوونکي او مسؤلین باید په خپلو دندو کې بې پروایي ونکړی. ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د هېواد په پرمختګ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو رول مهم وباله، او ددغه زده کړو په پیاوړي کېدو یې ټینګار وکړ.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د مجاهدینو د روزنې له طرحې څخه یادونه وکړه، او ویې ویل چې ددغه طرحې په پلي کېدلو سره مجاهدینو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
په پایله کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارمندانو ته د چارو د سمون په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له لوري پرزینتیشن وړاندې شو.