د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست په کابل کې د کڼو له مسلکي لېسې څخه لیدنه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۵
د کڼو لیسه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او ورسره مل پلاوي د کابل کڼو له مسلکي لېسې څخه ليدنه وکړه.

 مولوي شهامت د يادې لېسې استادانو ستونزې واورېدې او چارواکو ته يې د حل په موخه لازمې لارښوونې ورکړې.

 نوموړي د بېلابېلو ټولګیو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه او د هغوی نصاب یې و ارزاوه.

ښاغلي شهامت د يادې لېسې چارواکو ته وويل، چې د نوموړی لیسی  زده کوونکو اسلامی پوهې سره د لا ښه اشنا کولو په موخه دې د ديني علومو مضمونونو ساعتونه زيات کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست يو ځل بيا ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به ددی لیسی د څاه د کيندلو او جوړولو چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې د کڼو مسلکی لېسه کې تر ٤٠٠ زيات کاڼه زده کوونکي، نارينه او ښځينه دواړه په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د فارياب د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر په دغه ولايت کې د "اکتيد" موسسې له چارواکی سره وکتل

د فارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي غلام ولي همت د"اکتید" موسسې له مسؤل انجنير محمد شعيب صاحبزاده سره په دغه ولایت کې وکتل. په دې کتنه کې په فاریاب ولایت کې د تخنیکي او. . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د ابن سینا پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ابن سینا له غیر انتفاعي پوهنتون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د دې ادارې انسټیټونو فارغانو او کارکوونکو جذب لپاره زمینه برابره کول څو د لیسانس او ماسټرۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه د دغه ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دغه ادارې مرستیالانو او رئیسانو په حضور کې ترسره شوه. د اجنډا له مخې، په دې غونډه کې. . .

BACK TO NEWS