د تخنیکي او مسلکي مرستیال د خواجه سبزپوش کثیرالرشتوي لیسې وضعیت وڅېړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۱:۲۴
tveta

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې له وضعیت څخه لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي د دغه ښوونیز مرکز ټول اداري اسناد هم وڅېړل.

تر دې وړاندې په فاریاب کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له یو شمېر نورو مرکزونو څخه هم د دغه پلاوي له خوا بررسې شوې دي په پام کې ده چې نوموړی پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د څېړنو په موخه نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د يلاوي له سفر څخه موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت څیړل او د هغوی د اړتیاوو د حل کولو څرنګوالي معلومول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS