د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست ته د ولایتي سفرونو د راپور وړاندې کول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د هیواد یو شمیر ولایتونه ته د خپل سفر راپور د يادې ادارې له سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت سره شريک کړ.

مفتي فاضل د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولايتونو ته سفر وکړ، څو په يادو ولايتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعيت وڅېړي.

په همدې حال کې د مالي او اداري چارو مرستیال خپلې موندنې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شریکې کړې او دواړو لورو په دې اړه خپل نظریات شریک کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه بېلابېل پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د څېړلو او د حل په موخه ولايتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS