د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د سرپرست او د لوړو زده کړو د وزیر ترمنځ دوه اړخیزه ناسته تر سره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۴۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د هیواد د لوړو زده کړو له وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

د دې غونډې محور؛ د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو او د تجربیاتو تبادله ویل شوې ده.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې د پروګرامونو په اړه توضیحات ورکړل او دواړو لورو په بېلابېلو نورو موضوعاتو او د ګډو همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د تفاهم‌لیک پر بنسټ د ظرفیت لوړونې، نصاب او علمي څېړنو په برخه کې د همکاریو پر پیل هوکړه وشوه.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزیر ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادان او فارغان به له یوې اختصاصي ازموینې وروسته د ماسټرۍ او دوکتورا په دورو کې د شاملیدو لپاره د هېواد په پوهنتونونو کې شامل شي.

همدارنګه په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د علومو پرمختګ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ همغږي ته اړتیا لري او دا همغږي باید نوره هم پیاوړې شي.

له بلی خوا په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ په نړیوالو علمي پروګرامونو کې د ګډون، د ګډو علمي نندارتونونو د جوړولو او د تجربیاتو د تبادلې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په هېواد کې د علومو د ودې او پرمختګ لپاره د علمي بنسټونو ترمنځ یادې ناستې باید دوام وکړي او د ګډ تفاهم‌لیک پر بنسټ به همکارۍ پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS