د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښوونیز مرکزونو د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۵۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د استادانو او ښوونکو د ظرفیت لوړونې ریاست د خاتم النبیین پوهنتون په همکارۍ سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.

په یاد پروګرام کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو شاوخوا ۲۸ تنه استادانو برخه اخیستې وه، چې د "نوي تدریسي میټودونو" په اړه یې زده کړې ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو او ښوونکو د ظرفیت لوړونې ریاست له دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل. . .

BACK TO NEWS