د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د میدان وردګو ولایت له تخنیکي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۵:۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یوه پلاوي د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له تخنیکي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د مرکز اړوند ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انسټيټوټ، د مرکز تخنیکي انسټيټوټ او د مرکز د ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې د تدریسي چارو له وضعیت څخه څارنه وشوه.

یاد پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړنې په ترڅ کې د یادو مرکزونو ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې او د دغو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ په برخه کې یې له مسولینو سره د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

دغه راز نوموړي پلاوي د یادو مرکزونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې د محصلينو لپاره د عملي زده کړو په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي. له بلې خوا دغه پلاوي د تخنیکي مرکزونو مسوولینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې او مسلکي لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS