د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د بادغیس له والي سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۶:۱۲
بادغیس

ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لېږلې پلاوي د انسټیټونو او مسلکي ښوونځیو تر څارنې وروسته د بادغیس ولایت له والي سره وکتل.

یاد پلاوي په بادغیس ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې د یاد ولایت له والي سره شریکې او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغه ولايت په مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو کې د زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب زياتوالي په برخه کې د بادغيس د والي د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

 د بادغيس والي د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د دغه ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د آمریت د ودانې په ګډون ټولې ستونزې به ډېر ژر حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS