د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ.

په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د یادې ادارې یو شمیر استازو د پلاوي په توګه ملتیا کوله ، چې موخه یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ننګونو او ستونزو ته ته رسیدګي ویل شوې.

په ورته وخت کې، دغه پلاوي د جوند ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټیوټ، د مرکز مدیریت او محاسبې انسټیټیوټ، د قادس ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې، د بالامرغاب ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې او همدارنګه د یاد ولایت د مرکز له تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونیز وضعیت  څخه څارنه وکړه.

نوموړو د ښوونیزو مرکزونو ستونزې او ننګونې له نږدې ولیدلې او ژمنه یې وکړه چې د دې مرکزونو ستونزو او ننګونو ته به ژر رسیدګي کېږي.

دغه راز یاد پلاوي د یادو مرکزونو له مسوُلینو څخه وغوښتل چې د عملي زده‌کړو او تعلیمي پلانونو په تطبیق کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي

دا سفر په داسې حال کې کېږي له دې وړاندې نوموړو د فاریاب ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه هم کتنه او څارنه ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS