د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کاتب پوهنتون د زده کړیالانو چارو له مرستیال سره خبرې اترې وکړی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۴:۴۰
گفت‌وگوی سرپرست اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با معاون امور محصلان پوهنتون کاتب

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کاتب خصوصي پوهنتون د زده کړیالانو چارو له مرستيال ډاکټر اميد سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په علمي همکاريو خبرې وشوې.

ښاغلي امید لومړی د کاتب پوهنتون په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغه نهاد د موخو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې تر منځ ډېر مشترکات شته.

نوموړي د کاتب پوهنتون او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ د همکاريو پر اغېزمنتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د همکارۍ څرنګوالی څنګه په هوکړه ليک کې مشخص شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د دغې ادارې د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې په ټول هېواد کې څه باندې ٣٧٠ انسټیټونه او مسلکي ښوونځي شتون لري.

ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د لوړولو لپاره هڅې روانې دي او په پام کې ده چې دې برخه کې د یوه نمونوي  انسټیټوټ جوړ شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، دغه اداره د خپلو استادانو او کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه هم پروګرامونه ترسره کړي او په دې برخه کې د علمي نهادونو همکارۍ ته اړتيا لري.

د کاتب پوهنتون د زده کړیالانو چارو معاون وویل، دغه پوهنتون کولای شي د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ظرفیت لوړونې، د کیفیت د تضمین او د معیاري انسټیټوټ د نصاب د چمتو کولو په برخه کې همکاري وکړي.

په پای کې هوکړه وشوه چې د تخنیکي ټیمونو ترمنځ به د همکارۍ د څرنګوالي په هکله خبرې اترې دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS