د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه جوړه شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۶:۸
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د رهبرۍ غونډه د یادې ادارې د رئيس الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د رهبرۍ د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د نننۍ غونډې په دوام کې د ادارې مشرتابه د آجندا سره سم د نندارتون د طرحې تدوین او په هېواد کې د تخنیکي کمپلکسونو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او ګډون‌کوونکو په دې اړه خپل نظریات شریک کړل.

دغه راز د رهبرۍ غونډې په پای کې ښاغلي مولوي شهامت د یو لړ موضوعاتو په اړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوندو ریاستونو ته لازمې هدایات او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS