د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارمندانو په ګډون او د ښاغلي قاري محمد مومن په وینا سره ترسره شوه.
په دې اصلاحي غونډه کې، ښاغلي قاري محمد مومن د نفس د اصلاح کولو او د کایناتو د خلقت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په دې غونډه کې د وینا پر مهال، وویل چې؛ د ټولو مخلوقاتو د پیدا کولو موخه، په وحدانیت سره د الله تعالي پيژندل او عبادت دی.
هغه دا هم زیاته کړه چې د نفس اصلاح کول په دنیا او آخرت کې د ريښتنولي بنسټ دی، او مسلمانان باید لومړی خپل نفسونه اصلاح کړي ترڅو په دنیا او آخرت کې سرلوړي وي.
د دې اصلاحي پروګرام په دوام کې، قاري محمد مومن له ګډونوالو وغوښتل چې د نفسانې غوښتنو په وړاندې صبر وکړي او په اخلاص سره د الله تعالی عبادت او بندګي وکړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست هر اونۍ د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه جوړوي چې په دې ناسته کې د بیلابیلو اصلاحي، اخلاقي، ټولنیز او عقیدوي موضوعاتو په اړه بحث کیږي.