د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۲۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د کارکوونکو په ګډون او د جامعة عبدالله ابن مسعود د استاد ښاغلي شیخ نقیب الله په وینا سره ترسره شوه.

ښاغلي شیخ نقیب الله په دې درسي جلسه کې، د مومنانو په ورځني ژوند کې د قناعت او صداقت د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې قناعت د مؤمنان لپاره د سعادت او خیر لامل دی همداراز هغه دا هم زیاته کړه چې په صداقت او امانتدارۍ سره د کاري چارو ترسره کول عبادت ګڼل کیږي.

دغه راز شیخ نقیب الله د دې ښوونیز پروګرام له ګډونوالو هم وغوښتل چې د خپلو کاري چارو په ترسره کولو کې صادق اوسي او د الهي نعمتونو شکرانه ادا کړي.

د غونډې په دوام کې نوموړي د قناعت او امانت دارۍ د حکمتونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ، او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS