د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ښځو بنسټ د پروګرام له مدیر سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۴:۳۱
بنیاد زنان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د ښځو بنسټ پروګرامونو (Womanity Foundation) له مسؤل سره وکتل.

په دې کتنه کې د ښځو د بنسټ د پروګرامونو مدیر محمد ضيا نوري د همکارۍ د هغه هوکړه ليک د عملي کولو په څرنګوالي خبرې وکړې چې د یاد بنسټ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ لاسليک شوی دی.

ښاغلي نوري وویل چې د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د ښځو بنسټ د کابل د کمپیوټري تکنالوژۍ انسټیټوټ څه باندې سل زده کړیالان او 24 ښځینه استادانې روزلي او د یاد انسټیټوټ کمپیوټر لب یې هم تجهیز کړی دی.

 نوموړي د ښځو بنسټ د راتلونکي کال د پروګرام په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه بنسټ د هوکړه لیک د مودې غځولو ته لېواله دى.

ښاغلي شهامت د ښځو بنسټ له مرستو مننه وکړه او د دې مرستو دوام یې ګټور وباله.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې دغه همغږي به دوام ولري او د لاسليک شوي هوکړه ليک د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه به د راپور له اورېدو وروسته د کاري مودې د غځولو په اړه پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS