د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس د بدخشان له والي سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان له والي مولوي عبدالغني فايق سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي نیکمل په بدخشان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ساختماني پروژو په اړه خبرې وکړې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس په اشکاشم ولسوالۍ کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ نيمه بشپړې شوې پروژې او د مرکز فيض اباد ښار د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپلکس ودانۍ څخه هم ليدنه وکړه.