د تخار ولایت خواجه‌غار کثیرالرشتوي لېسې د زده کوونکو له لوري د عملي زده کړو لړۍ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۱:۴۲
TVETA

د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي او نظري زده کړو په چوکاټ کې فلزاتو خواصو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د فلز او فلزاتو د خواصو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د عملي فعالیتونو په ترسره کولو سره یې زده کوونکو ته د برښنا هدایت کوونکي فلزات معرفي کړل.

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۲۵
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یادې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په لاره اچوي ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي. د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۳
Background image

د صنعتي ـ کرنیز نندارتون کې د سرپل تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې

په سرپل ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت کې د « کرنیز ـ صنعتي » تر عنوان لاندې نندارتون کې ګډون وکړ. په دې نندارتون کې د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۳۹
Background image

د خوست ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند محصلینو علمي سفر

د خوست ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ادارې او تجارت څانګې محصلینو د یاد ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه د لیدنې په ترڅ کې په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. لارښود استاد د دې. . .

BACK TO NEWS