د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۴:۵۴
رهبری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي د یادې ادارې د ملکیتونو د ثبت په اړه د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره انلاین ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ولایتونو تخنیکي آمرینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ملکیتونو په اړه راپور وړاندې کړ.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وويل: هغه ملکيتونه چې د پوهنې وزارت او د ځمکو خپلواکې ادارې تر منځ د پروتوکول پربنسټ تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ته سپارل شوي، بايد د یادې ادارې په نوم ثبت شي.

په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د مرکز او ولايتونو تخنيکي آمرین دې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تر واک لاندې ملکيتونو جدول په مشخصه بڼه ترتيب او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ته د ثبت په موخه واستوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS