د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کابردی علومو پوهنتون د جوړولو لپار د اروپايې ټولنې همکاري

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۳:۳۵
tveta115

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د تخنيکي ټيم له غړي ويليم ون سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کابردی علومو د پوهنتون د جوړولو پلان تشریح کړ.

ویلیم ون وویل، اروپايي ټولنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره چې د افغانستان اقتصاد ته په کتو یوه حیاتي اداره ده، د ملاتړ لپاره ځانګړې لېوالتیا لري.

هغه ژمنه وکړه چې اروپايي ټولنه به د کابردی علومو د پوهنتون په جوړولو کې به مالی همکاري وکړي. د اروپايي اتحادیې د تخنیکي ټیم غړي وویل چې نجونې او هلکان باید په پوهنتون کې زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

نوموړي په دې برخه کې له فساد سره د افغان حکومت د مبارزې هرکلى وکړ او ويې ويل چې اروپايي ټولنه له فساد څخه پاکه همکاري غواړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د نارینه او ښځینه ماهرو ځواک د روزنې په برخه کې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او له مرستو څخه یې په اغیزمنه استفادې ټینګار وکړ.

هغه وويل، که په تېرو شلو (20) کلونو کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې په سمه توګه کارول شوې واى، نن به د هېواد اقتصادي وضعيت ښه و.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ډاډ ورکړ، چې حکومت د ښځینه وو د زده کړې په برخه کې کومه ستونزه نه لري، ځکه چې د اسلام د مقدس دين په چوکاټ کې زده کړه د هر انسان اساسي حق دی.

هغه وويل: "موږ غواړو چې ښځې په خوندي چاپېريال کې زده کړې وکړي، او حکومت په دې برخه کې په هوښيارۍ سره کار کوي."

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر له فساد سره پر مبارزې د ټينګار تر څنګ وويل، له هر ډول فساد سره مبارزه له تېرو شلو کلونو د جهاد له ارمانونو څخه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS