د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي محمد طاهر جلالي، د استادانو مسلکي روزنه او د هغوی د ظرفیت لوړول د معیاري او اغېزمن تدریس له مهمو عواملو څخه وبلل.

نوموړي د سیمینار له ګډونوالو وغوښتل، چې له دغه روزنیز فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د ترلاسه شوو زده‌کړو او تجربو په عملي کولو سره د تدریس بهیر لا پیاوړی کړي.

په دغه دوه ورځني سیمینار کې به د تدریس اصول، د درسي پلان ترتیب، د تدریسي بهیر تنظیم، د زده‌کوونکو اغېزمن مدیریت او د مسلکي زده‌کړو د معیاري تدریس میتودونو په اړه اړوند موضوعات وړاندې او تدریس شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د نویو حق‌الزحمه استادانو د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا، د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړول او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت ښه‌والی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS